په غزني کې ډېری ځوانان بې هوده «باردوي» سندري اوري

هغه کمپیوټر لرونکي ځوانان چې د غزني ښار په بېلابېلو برخو کې ناست او د خپلو مشتریانو موبایلونو، میموريګانو او کمپیوټرانو ته سندرې وراچوي وايي، په سلو کې پنځوس یې ورڅخه د بې هوده او بارودي سندرو فرمایشونه کوي.

دوی ازادي راډیو ته وویل، په دغه مشتریانو کې یې د کلیوالي سیمو د ځوانانو ترڅنګ ښاري ځوانان هم وي چې په ډېره لېوالتیا ورڅخه د دغه سندرو غوښتنه کوي.

بل لور ته بیا ځینې ځوانان وايي، دا ډول سندرې اورېدل، یوازې د ځوانانو د ذهنونو خبرابول او له ژونده خواتوري کول دي.

دوی وايي، پوهېږي چې ناسم کار دی، خو د مجبوري له مخې یې پلوري، خو ځینې نور بیا وايي دولت دې يې مخنیوی وکړي.

که دغه سندرې تقریباً په ټول افغانستان کې د ځوانانو له لوري اورېدل کېږي او ډېری هغه یې د مخنیوي غوښتنه کوي، نو په غزني کې د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس بشیر محمدي وايي:

"په غزني کې مو د بندېدو هڅه کړې، خو دا باید د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري په ټول هېواد کې بندې شي، څو د تل له‎پاره یې مخه ونیول شي."

بلې‎خوا ته روغتیايي ماهرین هم دغه ډول سندرې اورېدل ذهني تباهي ګڼي.

د غزني په ملکي روغتون کې د عصبي او رواني ناروغیو مختصص ډاکټر اسدلله حیدري وايي، دغه سندرې اوریدل د ځوانانو په راتلونکي بده اغېزه کوي.

دی وايي :

"زموږ ځوانان عجبې سندرې اوري، دوی دې په‎دې پوهه شي چې دا ډول سندرې د ځوانانو ذهنونه خرابوي، هر اورېدل او لیدل د ځوانانو په ځانګړي توګه د زلمکیانو په ذهنونو ښه او بد اثر کوي، دغه ډول سندرې اورېدل به ځوانان بېخي بې لارې کړي، ځکه د هغوی د پوهې سطح ټیټه او بیخي بدې پایلې به ولري. "

د افغانستان د ځینو نورو سیمو په رنګه په غزني کې هم دغه ځوانان دغه بې هوده او بې مانا سندرې په داسې حال کې اوري چې ډېری روشنفکران یې هم د دغه ځوانانو د راتلونکي له پاره تباهي ګڼي.

راپور: حبیب الرحمن تاثیر-غزني