د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمی خلیلزاد افغانستان، پاکستان، قطر او متحده عربي اماراتو ته خپل سفر بیا پیل کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېر ماښام په یوه بیان کې وویل چې ښاغلی خلیلزاد به د روانې نوومبر میاشتې تر شلمې نېټې د افغان حکومت له چارواکو او د نورو اړخونو له استازو سره وګوري، څو د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو پرمختګ ته لاره اواره شي.
متحد ایالات له څو کلونو راهیسې هڅه کوي چې طالبان د جګړې د ختمولو په مقصد خبرو ته وهڅوي.
طالبانو هم د افغانستان د حکومت پرځای له امریکا سره د مستقیمو خبرو پر غوښتنه ټینګار کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل بیان کې وايي، خلیلزاد هیله مند شوی دی چې افغان حکومت او طالبانو د باصلاحیته پلاویو د ټاکلو پر لور منظم ګامونه اخېستي.
بیان زیاتوي، د دوامداره سولې لپاره په کار ده چې ټول افغانان د خپل هېواد د راتلونکې لپاره خپل نظر څرګند کړي.