د کابل-کندهار لويه لار د غزني په مربوطاتو کې ناامنه او کنډوکپر شوې

په عادي ورځو کې به د غزني اوسېدونکو کولاى شوى په درېيو ساعتونو کې د موټر په ذريعه ځان کابل ته ورسوي، خو اوس د لارې په اوږدو کې د طالبانو د تحرکاتو او د لارې د خرابوالي له کبله دا مزل ډېر اوږد شوى دى.

په افغانستان کې د سړک له لارې سفرونه خطرناک او په ځينو مواردو کې په وژونکې تجربه بدل شوي دي.

پر لويو لارو تلونکي مسافر وايي، د طالبانو له‌خوا د لارې په اوږدو کې غځول شویو پاټکونو، جګړو، شوکو، اختطافونو او بمي چاودنو چې زيات وخت‌يې هدف دولتي چارواکي وي، د دوى ژوند له خطر سره مخامخ کړى دى.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۱۶» ازادي راډيو ته وويل، د کابل کندهار پر لويه لار په ځانګړي ډول د غزني په مربوطاتو کې ناامني زياته شوې ده.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري

دی وايي:

"له بده‌مرغه په وروستيو کې د کابل-کندهار د لويې لارې په اوږدو کې د اندړو، قره‌باغ او اب‌بند ولسوالۍ په مربوطاتو کې ځينې ستونزې وې. وسله‌والو نه‌يوازې د لارې پلونه او پلچکونه په ماينونو والوزول، بلکې په ځينو ساحو کې يې د بلډوزرونو په واسطه جرونه هم وکښل. تېره اوونۍ په دغو ځايونو کې د سلطان په نوم پوځي عمليات پيل شول چې هدف‌يې د همدغې لويې لارې د امن ټينګښت و."

د والي وياند وايي، په اب‌بند، مقر او اندړو ولسواليو کې د لويې لارې د ناامنۍ ستونزه تر ډېره حل شوې ده.

خو د غزني يوه اوسېدونکي چې ځان‌يې په مستعار نوم محمد معرفي کړى د فرانسې خبري اژانس ته ويلي، اوس چې کله له غزني کابل ته سفر کوي، د دې لپاره چې طالبان‌يې ونه‌نيسي، تر هر څه مخکې ږيره پرېږدي، بيا خيرن کالي اغوندي چې د کليوالو غوندې ښکاره شي.

بيا له خپلوانو معلومات کوي چې ايا د لارې په اوږدو کې د طالبانو تحرکات شته او کنه؟

د والي وياند محمد عارف نوري وايي، د غزني په مربوطاتو کې د کابل کندهار د لويې لارې د ناامنه کېدو يو علت دا دى چې غزني کافي امنيتي ځواکونه نه‌لري.

نوري زیاته کړه:

"په ځينو زيان منونکو سيمو کې د پوستو جوړولو ته اړتيا ده، خو اوس‌مهال کافي پرسونل يا تشکيلات نه‌لرو. د ورځې مو ځواکونه له خپلو قطعاتو راوځي د اړتيا وړ سيمو کې ځاى پر ځاى کېږي او د شپې له‌خوا بېرته خپلو قطعاتو ته ستنېږي."

د غزني اوسېدونکی محمد د فرانسې خبري اژانس ته ويلي، کله کله د لارې په اوږدو کې طالبان د مسافرو موټر دروي او اول‌يې د تذکرې پوښتنه کوي.

دى وايي، که د چا تذکره د غزني وي، هېڅ خبره نه‌ده، خو که د بل ولايت وي طالبان يې نيسي، ځکه فکر کوي چې ښايي د افغان امنيتي ځواکونو غړى وي او په خدمتي ډول غزني ته لېږل شوى وي.

محمد وايي، د ولسي جرګې په تېرو انتخاباتو کې د نوم‌ليکنې پر مهال‌يې پر يوه تذکره سټیکر نښلول شوى او دى له بېرې بله تذکره چې سټیکر نه‌لري، له ځان سره ګرځوي.

دغه شااوخوا ۲۰ کلن افغان د فرانسې خبري اژانس ته ويلي، د غزني پر لار د دوشنبې او چهارشنبې په ورځو ځکه سفر نه‌کوي چې په دې ورځو پر دغه لار د افغان امنيتي ځواکونو اکمالات کېږي چې د حملو احتمال هم په‌کې زيات وي.