د "ټاپ ۵۰۰" پروژه د افغانستان له لارې د ترکمنستان برښنا پاکستان ته لېږدوي

یوه ترکۍ کمپنۍ حاضره شوې چې د افغانستان له لارې پاکستان ته د ترکمنستان د برښنا د لېږد د پروژې د پلي کولو په برخه کې څه باندې ۱،۶ میلیارده ډالره پانګونه وکړي.

د "ټاپ پنځه سوه" پروژه چې په درې کلونو کې به ګټې اخیستنې ته چمتو شي، د ترکمنستان برښنا به د افغانستان له لارې پاکستان ته ولېږدوي.

پر دغې سترې اقتصادي پروژې د پانګونې هوکړه د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۱۶» د افغانستان د برښنا او انرژۍ د وزارت او د چارلک هولنډنګ ترکي کمپنۍ د رئیس ترمنځ د ولسمشر محمد اشرف په حضور کې لاسلیک شوه.

د افغانستان د برښنا او انرژۍ سرپرست وزیر محمد ګل خلمي د تفاهم‌نامې له لاسلیک کېدو وروسته خبریالانو ته وویل، دغه کمپنۍ به په‎دې برخه کې څه باندې ۱،۶ میلیارده ډالره پانګونه وکړي.

ښاغلي خلمي د دغې پروژې پلي کېدل د افغانستان او د سیمې د هېوادونو د اقتصادي ودې لپاره مهمه وبلله.

نوموړي وویل:

"افغانستان څرنګه د انرژۍ، ډیجیټل او د اوسپنې د پټلۍ په یوه ټرانزیت هېواد بدل شي. ټاپ، ټاپي او کاسا زر هغه عمده پروژې دي چې له دې لارې به تېرې شي. همدارنګه دغه پروژې د کارموندنې او زیربناوو په جوړېدو کې هم له اهمیته ډکې دي."

د ټاپ پنځه سوه پروژه د ترکمنستان برښنا د افغانستان د هرات د تور غُنډۍ نه کندهار او له دغې سیمې نه د پاکستان کوټې ته لېږدوي او د چارلک هولډنګ کمپنۍ به په شپږو میاشتو کې د دغې پروژې مالي او تخنیکي پروپوزل تیار کړي.

د افغانستان، پاکستان او ترکمنستان ولسمشرانو د ۲۰۱۵ میلادي کال د ډسمبر په میاشت کې د یادې پروژې د پلي کېدو تفاهم‎نامه د ترکمنستان د عشق‌اباد په ښار کې لاسلیک کړې وه.

دا په‎داسې حال کې ده چې مخکې له دې د افغانستان له لارې، پاکستان او هندوستان ته د ترکمنستان د ګازو د لېږد د پروژې چارې پیل شوې دي.

سربېره پر دې د افغانستان له لارې جنوبي اسیا ته د مرکزي اسیا د برښنا د لېږد پروژه «کاسا زر» هم د سیمې په کچه یوه ستره پروژه ګڼل شوې ده.

په دې اړه نور: افغانستان په ۲۰۱۷ کال کې د یوه وصلوونکي هېواد په توګه خپل رول بیا احیا کړ

افغان چارواکي وايي، افغانستان به سربېره پر دې چې د دغې پروژې له برښنا به ګټه واخلي، بلکې هر کال به ترې سل میلیونه ډالره د ټرانزیت د حق په نوم هم ترلاسه کړي.

په ورته وخت کې د چارلک هولډنګ د کمپنۍ رئیس احمد چارلک وايي، د دغې پروژې پيلېدل په سیمه کې یو ستر اقتصادي ګام دی چې اخیستل کېږي.

نوموړي زیاته کړه:

"د دغې پروژې اقتصادي ګټه به چې هوکړه يې په ۲۰۱۵ میلادي کال د درې واړو هېوادونو رئیسانو ترمنځ شوې، درې واړو هېوادونو ته ورسېږي. موږ به په لږه موده کې په‎دې برخه کې کار پیل کړو او دا یو ستر ګام دی."

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پخوا تر دې ډېر ځله تأکید کړی چې افغانستان د مرکزي او جنوبي اسیا د هېوادونو ترمنځ، په یوې نښلوونکې سیمې بدل کړي.

افغان چارواکي وايي، د دغو سترو پروژو پلي کېدل که له یوې خوا افغانستان ته ستره اقتصادي ګټه رسوي له بلې‎خوا د هېواد پر امنیتي وضعیت هم مثبت اثر پرې باسي.

راپور: خان محمد سیند