امریکا د چابهار بندر له بندیزونو استثنا کړ

د چابهار بندر

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو، پر ایران د بندیزونو په لړ کې د افغانستان سره د دې هېواد سوداګري او د چابهار بندر پراختیا له بندیزونو استثنا کړي دي.

د روېټرز خبري اژانس د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د یو ویاند له خولې چې نوم‌یې نه‎دی یاد شوی ویلي:

"د پامپیو د پرېکړې له مخې، پر ایران د دې هېواد بندیزونو ته په پام، د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره به د چابهار بندر د کار ادامې او د بندري اورګاډي د پټلۍ جوړولو ته اجازه ورکړل شي."

همدارنګه د دې پرېکړې له مخې به له ایرانه افغانستان ته د خوراکي موادو او درملو انتقال په بندیزونو کې نه‎وي شامل.

د امریکا متحده ایالاتو د دوشنبې په ورځ پر ایران پخواني لیرې شوي بندیزونه له څو نویو بندیزونه سره یوځای له سره ولګول.

خو د ایران چابهار بندر چې د افغانستان د ټرانزیت لپاره یوه مهمه پروژه ده له دې بندیزونو خوندي بلل شوې ده.