ولسمشرغني: وسله وال طالبان دې د خپل وطن حق ومني

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني پر وسله‎والو طالبانو غږ وکړ چې له جګړې لاس واخلي او د خپل وطن حق ومني.

ولسمشر غني پرون شنبه د نوومبر۳مه، پکتیکا ته ولاړ .

هغه په پکتیکا کې ولسي غونډې ته وویل:

"د دې وطن غېږ ډېره لویه ده، د وطن مور ومنئ! خپل پلار ومنئ! له پلار او موره نه‎شئ بېلېدلای خو له بهرنیانو ځان بېل کړئ. "

اشرف غني په پکتکیا کې وویل چې د سولې لپاره سیاست نه‎کوي او د هرې بیې پرې کولو ته تیار دي.

ولسمشر غني وویل چې سوله د ټولو افغانانو غوښتنه ده او زور ته نه‎شي تسلیمېدلای.

خو وسله‎والو طالبانو تر اوسه د افغانستان له حکومت سره مخامخ د سولې خبرو ته تیاري نه‎ده ښودلې.