ایران: د اقتصادي بندیزونو لګولو پریکړه د امریکا ناکامه هڅه ده

د ایران ستر مذهبي مشر ایت‎الله علي خامنه اي

د ایران ستر مذهبي مشر ایت‎الله علي خامنه اي ویلي چې پر ایران د اقتصادي بندیزونو لګولو پریکړه د امریکا یوه ناکامه هڅه ده.

خامنه اي پرون، شنبه د نوومبر ۳مه، په تهران کې وویل:

"نننۍ امریکا تر هغې امریکا چې ۴۰ کاله مخکې انقلاب بریالی شو، ډېره کمزورې ده، د امریکا قدرت په ځوړ کې دی، دا مهمه خبره ده."

دا په‎داسې حال کې ده چې د امریکا متحدایالات به د نوومبر په پینځمه پر ایران خپل اقتصادي بندیزونه چې د اټمي موافقې پر اساس کم شوي وو، له سره ولګوي.

د اسرائیل صدراعظم، بنیامین نتانیاهو دا مریکا د پرېکړې هرکلی کړی دی.

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر د روان کال په مې میاشت کې له ایران سره د نړیوالو قدرتونو له اټمي موافقې ووت.