زرګونه کسانو د مولانا سمیع الحق د جنازې په مراسمو کې برخه واخیسته

د پاکستان په نوښار کې نن شنبه زرګونه کسانو د مولانا سمیع الحق د جنازې په مراسمو کې برخه واخیسته.

یو اتیا کلن مولانا سمیع الحق چې د افغان طالبانو "معنوي پلار" بلل کېده، پرون اسلام اباد ته نېږدې په راولپنډۍ کې په خپل کور کې د ناڅرګندو کسانو له خوا د چړو په ګوزارونو ووژل وشو.

د جنازې مراسمو لپاره سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو او د خیبر پښتونخوا ایالت په اعلی وزیر سربېره پکې د یو شمېر سیاسي او مذهبي ګوندونو مشرانو هم برخه اخیستې وه.

جیو ټلویزیون د مولانا سمیع الحق د زوی حمید الحق له خولې وايي، پلار یې ناڅرګندو بریدګرو د چړو په ګوازورونو وژلی دی.