د مولانا سمیع الحق وژنه به د افغانستان پر جګړې څه اغېز وکړي؟

د مشرانو جرګې اداري پلاوی وايي، د پاکستان د جمعیت علمای اسلام د مشر مولانا سمیع الحق وژنه به تر یوه بریده د افغان طالبانو پر روحیې هم اغېز وکړي.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام د مشر مولانا سمیع الحق له وژل کېدو یوه ورځ وروسته د افغانستان د مشرانو جرګې اداري پلاوی وايي، دوی هېله مند دي چې دا پېښه په افغانستان کې د جګړې د کمېدو لامل شي.

د یادې جرګې لومړی مرستیال محمد عالم ایزدیار وايي، مولانا سمیع الحق په افغانستان کې د جګړې په ګرم ساتلو کې مثبت رول لوباوه چې وژنه به يې په یو نه یو ډول پر افغان طالبانو هم اغېز وکړي.

ښاغلي ایزدیار د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په افغانستان کې د جګړې څرنګوالی تر ډېره د پاکستان په سیاست پورې اړه لري.

محمد عالم ایزدیار

دی زیاتوي:

"له شک پرته چې دا پېښه له رواني اړخه اغېز لري او مونږ هیله مند یوو چې په افغانستان کې د جنګ پر کمښت هم اغېز وکړي، خو اصلي قضیه بیا دا ده چې پاکستاني سیاستوال د افغانستان په اړه د پاکستان پر تګلارې بیا غور وکړي، په دې سره د مولانا سمیع الحق وژنه هم کېدای شي چې ډېرو ته د پند یو درس وي چې په خپلو سیاستونو بیا غور وکړي او خپلې ګټې له مشروع لارو ولټوي.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام د رهبر مولانا سمیع الحق چې د طالبانو په معنوي پلار هم مشهور و، تېر ماښام د پاکستان په راولپنډی ښار کې ووژل شو.

د هغه لمسي عبدالحق رسنیو ته ویلي چې سمیع الحق په کور کې یوازې و او یوه نا پېژانده کس په چاقو وژلی دی.

یو شمېر طالب مشرانو هم د مولانا سمیع الحق په مشرۍ په حقانیه مدرسه کې دینې زده کړې کړي او نوموړي په افغانستان کې د دغې ډلې له فعالیتونو ملاتړ کاوه.

افغان سیاسي کارپوهان هم دغه مطلب ته په اشارې سره وایي چې د مولانا سمیع الحق وژنه به له اروایي پلوه پر افغان طالبانو خپل اغېز ولري.

له دې ډلې د سیاسي چارو شننونکي خوشحال خلیل ازادي راډيو ته وویل:

"مولانا سمیع الحق د طالبانو لپاره د الهام سرچینه وه، له هغه به یې روحیه اخیسته، طالبان به یې تحریکول چې څنګه په افغانستان کې جګړه پر مخ یوسي او ان د طالبانو جګړې ته به یې د مشروعیت فتواګانې ورکولې، نو طبعاً چې د هغه وژل به د دې ډلې پر روحیې اغېز ولري."

افغانانو په ټوله کې مولانا سمیع الحق د افغانستان د جګړې ستر ملاتړ کوونکی باله او اوس هم وایي چې هغه به د پاکستان د استخباراتي شبکې ناسم سیاست دلته پلی کاوه.

د مولانا سمیع الحق په وژلو سره په ټولنیزو رسنیو کې هم غبرګونونه همدا وو چې له دې سره به په افغانستان کې جګړه راکمه شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ