په پاکستان کې وروستي لاریونونه تر یوې هوکړې وروسته پای ته ورسېدل

د پاکستان حکومت او د دې هېواد د یوه مذهبي سیاسي ګوند تحریک لبیک یا رسول الله ترمنځ تر هوکړې وروسته په دې هېواد کې د یاد ګوند د پلویانو له خوا مظاهرې او لاریونونه پای ته ورسېدل.

د پاکستان سترې محکمې تېره اوونۍ د اسیه بي بي په نوم هغه عیسوۍ ښځه له بنده ازاده کړه چې په ۲۰۱۰ میلادي کال کې مقدساتو ته د سپکاوي په تور د هغه وخت حکومت نیولې وه.

د سترې محکمې تر دغې پرېکړې وروسته د پاکستان په ټولو لویو او کوچنیو ښارونو کې د تحریک لبیک یا رسول الله ګوند له خوا قهرجنې مظاهرې او لاریونونه پيل شول.

په پاکستاني رسنیو کې د تحریک لبیک او حکومت ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړې انځورونه خپاره شوي چې له مخې به یې اسیه بي بي په ممنوع الخروج لېست کې بېرته شاملېږي، څو له هېواده بهر لاړه نه شي.

په پاکستان کې مذهب ته د سپکاوي د قانون له مخې، هغوی ته د اعدام سزا ورکول کېږي چې دیني مقدساتو ته یې سپکاوی کړی وي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان صدراعظم عمران خان هم د سترې محکمې تر پرېکړې وروسته ولس ته په یوه ټلویزیوني وینا کې د دغې پرېکړې دفاع کړې وه او دا یې د قانون مطابق ګڼلې وه او پر لاریونوالو یې غږ کړی و چې ریاست دې نهايي ګام اوچتولو او تشدد ته نه هڅوي.