پاشینیان: ارمنستان باید له ایران او ګورجستان سره خاصې اړیکې ولرو

د ارمنستان سرپرست صدراعظم نیکول پاشینیان وايي، ده د امریکا د ملي امنیت سلاکار ته په ډاګه کړې ده چې هېواد به يې د خپلو ملي ګټو په خاطر له ایران سره خپلې ځانګړې اړیکې ټینګې وساتي.

پارلمان ته په وینا کې پرون پاشینیان وویل، ده جان بولټن ته چې تېره اوونۍ يې له ایروانه کتنه درلوده، وویل چې ارمنستان په وچه کې ایسار هېواد دی چې نه له ترکيې او نه هم له اذربایجان سره ډیپلوماتیک روابط لري.

نوموړي وویل، هېواد يې باید له خپلو دوو ګاونډیانو ایران او ګورجستان سره خاصې اړیکې ولري.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار تېره اوونۍ له ارمنستان ،اذربایجان او ګورجستان کتنه وکړه او له دې هېوادونو يې وغوښتل چې پر ایران د امریکا له خوا د بندیزونو په مسئله کې همکاري وکړي.