ولسمشر غني: حکومت به د کوچیانو د مالدارۍ د پرمختګ لپاره هڅې وکړي

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، حکومت به د کوچیانو د مالدارۍ د پرمختګ او د هغوی د محصولاتو لپاره د بازار موندنې په برخه کې هڅې وکړي.

ولسمشر غني دا ژمنه نن له غرمې مخکې په ارګ کې د کوچیانو له یو شمېر ځوانانو سره په کتنه کې وکړه.

له ارګ څخه خپور شوی بیان وايي، ښاغلي غني له دې ځوانانو وغوښتل چې د کوچیانو په ژوند کې د بدلون او د هغوی د مالدارۍ د پرمختګ لپاره خپلې طرحې له حکومت سره شریکې کړي.

له ولسمشره غني سره په کتنه کې دې ځوانانو د وچکالۍ، پوهنې، امنیت، روغتیا او اقتصاد په برخو کې د کوچیانو ستونزې له هغه سره مطرح کړې.