تېره شپه په کابل کې د اور لمبو تر ۵۰۰ زیات دوکانونه ایره کړل

په کابل کې د پنجشنبې په ورځ ناوخته لګېدلي اور سلګونه هغه دوکانونه سوځولي چې په ډېرو کې یې برښنايي او د کورونو وسایل پلورل کېدل.

د کابل د پولیسو یوه چارواکي رحمت امیني د روېټرز خبري اژانس ته ویلي، ګومان کېږي چې اور د برښنايي شارټۍ له امله لګېدلی وي.

ښاغلي امیني زیاته کړې چې د اور وژنې عملې ساعتونه هڅه وکړه، څو په نادر پښتون واټ کې دغه لګېدلی اور کابو کړي، خو په دې موده کې سلګونه دوکانونه سوځېدلې دي.

په کابل کې د ازادي راډیو خبریال چې سیمې ته ورغلی، وايي چې د (خیرخوا، زرنګار، اتفاق او کابل) په نومونو مارکېټونو کې تر ۵۰۰ زیات دوکانونه په بشپړه ډول ایره شوي دي.

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد روېټرز ته ویلي، اور تر لګېدو وروسته پنځو ساعتو کې مړ کړای شو.

خو په سیمه کې یو شمېر زیانمنو شویو دوکاندارانو د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې اور د پنجشنبې د مازیګر راهېسې د جمعې تر سهاره پورې بل و.

دوی د اور وژنې اداره ملامتوله چې پر وخت یې د اور د کنټرول لپاره چټک اقدام ونه کړ.

دوکانداران وايي، د اور لګېدو پرمهال یې په رامنځته شوې ګډوډۍ کې مالونه غلا شوي هم دي.

که څه هم په دې اور لګېدنه کې د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی، خو اټکل کېږي چې میليونونه ډالر مالي زیان یې اړولی دی.

د ښاغلي مجاهد په وینا، د اور د لګېدلو د اصلي علت په اړه څېړنې روانې دي.