ځيني کندزیان: نا مسؤلو وسله والو مو ارام ژوند نا ارامه کړی

د کندز د خان اباد ولسوالۍ ګڼ شمېر خلک شکایت کوي چې د غیر مسؤلو وسله والو شتون د دوی ژوند له بېلابېلو ننګونو او ګواښونو سره مخ کړی دی.

دوی وایي، ډېری وختونه د غیر مسؤلو وسله والو د خپلمنځي جګړو له کبله هم عام خلکو ته مرګ ژوبله اوړي او دغې مسئلې د خلکو ورځنی ژوند له ډول ډول ننګونو او ګواښونو سره مخ کړی دی.

د خلکو په خبره، دغه خپلسري ټوپکیان په پخوانېو تنظیمونو پورې تړلي کسان دي او د تنظیمي او حزبي مشرانو له لوري یې ملاتړ کېږي او د هغوی په اشاره په سیمه کې په هر ډول بې نظمیو او نا امنیو لاس پورې کوي.

دوی وايي چې غیر مسؤلو وسله والو د خلکو ارام ژوند نا ارامه کړی او حتی عام خلک په خپلو کورونو کې د خونديتوب احساس نه کوي.

بل خوا د کندز سیمه ییز چارواکي هم د خلکو ستونزې مني او خلکو ته ډاډ ورکوي چې په دې وروستیو کې افغان ګډو ځواکونو د کندز په دوو ولسوالیو خان اباد او امام صاحب کې یې د غیر مسؤلو وسله والو درې قوماندان نيولي او دغه راز د پوځي پلان له مخې، ګام په ګام په دې ولایت کې ټول شته غیر مسؤل وسله وال خلع سلاح کوي او د قانون منګلو ته یې سپاري.