د کونړ په کروندګرو د اصلاح شويو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش پیل شو

د کونړ په کروندګرو د اصلاح شويو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش پیل شو.

د کونړ د کرنې او مالدارۍ رئیس انجنير انعام‌الله ساپي د یکشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل چې د وېش دغه لړۍ له مرکز اسعداباده پیل شوه چې په خبره‌یې هر یو کروندګر ته ۵۰ کېلو ګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم او ۱۰۰ کېلو ګرامه کيمیاوي سره ورکول کېږي.

دی زیاتوي چې له دغو غنمو او سرې سره به د غنمو په حاصلاتو کې ۲۰ سلنه زیاتوالی راشي.

اخوا د کونړ کروندګر وايي چې د کرنې ریاست دې د دوی د للمي ځمکو د خړوبولو لپاره له سینده د اوبو راپورته کولو په خاطر له لمریزې برښنا ګټه واخلي، څو يې کښتونه د تېر کال په څېر بیا د وچکالۍ په وجه ونه‌سوځي.

کونړ د هېواد په ختیځ کې یو غرنی او لیرې پروت ولایت دی چې دوه سیندونه لري او ګڼ اوسېدونکي يې په مالدارۍ او کرکېله بوخت دي، خو تېر کال وچکالۍ سخت ځپلي او اوس د کرنې او مالدارۍ ریاست ورته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سره ورکوي.