چارواکي: په میدان وردګ کې موټربم برید ۶ تنه وژلي او ۳۱ نور ټپیان دي

د میدان وردګ ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز میدان ښار کې نن شنبه سهار موټربم برید شوی چې پرمهال یې ۶ کسان وژل شوي او ۳۱ نور ټپيان دي.

د دغه ولایت د والي ویاند عبدالرحمان منګل نن شنبه ازادي راډيو ته وویل چې برید نن سهار مهال شااوخوا ۹ بجې په دغه ولایت کې د پولیسو د د موټر د ترمیم د مرکز مخې ته د سراچه ډوله موټر په واسطه شوی چې پرمهال یې ۵ کسان وژل شوي او ۱۲ تنه نور ټپيان شوي.

نوموړی وايي، بریدګر غوښتل چې د ترمیم یاد مرکز ته داخل شي، خو د دغه ځای د ساتونکو له خوا تر برید لاندې راغی چې وروسته بریدګر د دغه مرکز په دروازه کې چاودنه کړې.

ښاغلي منګل وویل:

"نن سهار شااوخوا ۹ بجې موټربم چې ځان مرګی بریدګر هم پکې ناست و، او غوښتل یې چې په میدان ښار کې د پولیسو د موټر د ترمیم یوه مرکز ته ځان داخل او هلته د یاد مرکز پر کارکوونکو ځان مرګی او موټربم برید وکړي، خو د دغه مرکز د مخې ساتونکي یې په نښه او چاودنه يې وکړه چې پرمهال يې ۵ کسان ووژل شول او ۱۲ تنه نور ټپيان شول.

د دغه ولایت روغتیايي مسؤلین بیا وايي، په یاد برید کې ۳۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ۶ کسان وژل شوي او ۳۱ نور ټپيان دي.

د عامې روغتیا رئیس ډاکټر سالم اصغرخېل ازادي راډيو ته وویل چې دغه کسان د برید له ځايه ولایتي روغتون ته وروړل شوي.

نوموړي وايي، په وژل شو کسانو کې یو پولیس او ۵ ملکیان شامل دي اوټپیان ټول ملکیان دي چې ښځي اوماشومان پکښي شامل دي.

د برید مسؤلیت وسله والوطالبانو منلي او ویلي چې د یاد برید پرمهال لسګونه افسران وژلي.