بولټون: امریکا د ګرجستان د ځمکنۍ بشپړتيا او خپلواکۍ درناوی کوي

د امريکا د ملي امنیت رئیس جان بولټون وايي، واشنګټن د مسکو پر وړاندې د روسیې او ګرجستان تر منځ د ۲۰۰۸میلادي کال د جګړې په خاطر ټول هغومره بنديزونه لګولي وو چې ورته اړتيا وه.

بولټون په تبلسي کې د ګرجستان له لوړپوړو چارواکو سره تر خبرو وروسته د جمعې په ورځ خبريالانو ته وویل چې امریکا د ګرجستان د ځمکنۍ بشپړتيا او خپلواکۍ درناوی کوي.

ګرجستان د ۲۰۰۸میلادي کال په اګسټ مياشت کې له روسیې سره د جګړې پرمهال په جنوبي اوسيتيا او ابخازیا کې پر جلا شوېو سیمو کنټرول له لاسه ورکړ.

روسيه د جنوبي اوسيتيا او ابخازیا د جلا غوښتونکي مشرتابه ملاتړ کوي چې د ګرجستان له مرکزي حکومته په ۱۹۹۰يمه لسيزه کې جلا شول او مسکو په ۲۰۰۸میلادي کال کې له تبلیسي سره د دغو دوو سیمو په خاطر پنځه ورځنۍ جګړه پيل کړه.

روسیې په دغو دواړو سيمو کې خپل نظامي حضور پراخ کړ او دا سیمې يې د ازادو دولتونو په توګه په رسميت وپېژندلې.

بولټون همدا راز وويل چې امریکا د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين ته بلنه ورکړې چې واشنګټن ته ورشي.

ده وويل چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به له پوتين سره د نوومبر په ۱۱مه نېټه په پاريس کې د غونډې په څنډه کې لنډې خبرې وکړي. د پاریس غونډه د لومړۍ نړيوالې جګړې د پای ته رسېدو یوه پيړۍ لمانځي.

بولټون چې له پوتين سره یې روانه اوونۍ په مسکو کې خبرې وکړې، ویلي واشنګټن به په دې اړه پرېکړه وکړي چې ايا پر روسیه په بریتانيا کې د دوه طرفه جاسوس سرګي سکريپال او د هغه د لور د مسمومولو په پېښه کې د لاس لرلو په خاطر پر روسیه اضافي بنديزونه ولګوي که نه؟