ترکیې د «S-۴۰۰» ‌‌ډوله روسي توغندیو د نصبولو چارې پیل کړي

د ترکیې د دفاع وزیر وايي، په دې هېواد کې به د راتلونکي کال په اکټوبر میاشت کې د الوتکو ضد ایس - څلور سوه ‌«S-۴۰۰» ‌‌ډوله روسي توغندیو د نصبولو چارې پیل شي.

د انادولو دولتي خبري اژانس د ترکیې د دفاع د وزیر هولوسي اکار له خولې راپور ورکړی چې انتخاب شوی پرسونل به د روزنې لپاره د ۲۰۱۹ میلادي کال په پیل کې روسیې ته واستول شي.

د روسیې د وسلو د صادراتو دولتي شرکت روسو بورن ایکسپورټ «Rosoboronexport) د روان کال د اګسټ په میاشت کې اعلان کړی و چې ترکیې ته به د الوتکو ضد اېس څلور سوه ډوله پرمختللو توغندیو د رسولو چارې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې پیل کړي.

د امریکا متحده ایالاتو او ناټو نورو غړیو هېوادونو د ترکیې له خوا له روسیې څخه د دې پرمختللي دفاعي سیستم په تر لاسه کولو اندېښنه ښودلې ده.

ناټو او امریکا خبرداری ورکړی چې که ترکیه دا توغندي واخلي نو دوی به یې په وړاندې شدید دریځ خپل کړي.