د ناټو ګډ پوځي تمرینات نن په ناروې کې پیلیږي

د شوروي اتحاد تر سقوط وروسته د ناټو تر ټولو ستر پوځي تمرینات نن په ناروې کې پیلېږي.

د «درې تېغو پیوستون» په نوم دغه پوځي تمرینات د شوروي اتحاد له ماتېدو راورسته د دې تړون تر ټولو ستر تمرینات دي چې د ناټو له لوري د اکټوبر له ۲۵مې د نومبر تر اوومې او د نومبر له ۱۳مې تر ۲۴مې به دوام وکړي.

ناټو دغو ګډو تمریناتو ته د پیاوړتیا د یوې سترې نندارې په سترګه ګوري چې په داسې حال کې ترسره کېږي چې اروپا ته ګواښونه په زیاتېدو دي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ پرون په بروکسل کې خبري غونډې ته د دې تمریناتو په اړه وویل:

"اجازه راکړئ چې د درې تېغو پیوستون د پوځي تمریناتو د پوځیانو د وروستۍ شمېرې په اړه تاسو ته معلومات درکړم، په دې تمریناتو کې ۶۵ کښتۍ ، ۲۵۰ الوتکې، ۱۰ زره وسایط او ۵۰ زره سرتېري برخه اخلي. په دې تمریناتو کې به د ناټو ټول ۲۹ غړي هېوادونه، همداراز فنلند او سویډن برخه واخلي."

د ناټو تړون تمرینات د اکټوبر له ۲۵مې د نومبر تر اوومې او د نومبر له ۱۳مې تر ۲۴مې به دوام وکړي.​

​د روسیې او ناټو ترمنځ اختلافات وروسته تر دې زیات شول چې په ۲۰۱۴ کال روسي‌پلوه بېلتون غوښتونکو په اوکراین کې له حکومت سره جګړې پیل کړې او ناټو روسیه تورنه کړه چې د بالیستیک توغندیو له جوړېدو سره‌یې له یوه مهم اټمي تړون څخه سرغړونه کړې ده.

اوس مسکو د ناټو پر روانو پوځي تمریناتو سخت انتقاد کړی دی، خو د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وویل:

"د درې تېغو پیوستون پوځي تمرینات زموږ ملتونو ته او هر باالقوه دښمن ته یو څرګند پیغام ورکوي چې ناټو نه‌غواړي د چا په وړاندې ودرېږي، خو موږ چمتو یوو چې له خپلو ټولو متحدانو د هر راز ګواښ په وړاندې دفاع وکړو."

د روسیې دفاع وزیر سرګي شوېګو

​بل لور ته د روسیې دفاع وزیر سرګي شوېګو پرون د بلاروس له دفاع وزیر سره په پلازمېنې مینسک کې خبرې غونډې ته وویل:

"د پوځي تمریناتو د مؤثریت کچه زموږ پولو ته نږدې پراخه شوې ده، د دې تمریناتو قوت هم زیات شوی او د ناټو غړي هیوادونه د پوځي عملیاتو د ترسره کېدو لپاره تمرین کوي."

د ازادي راډيو د خبر څانګې په باور مسکو ته د ناټو تړون پراختیا له ۱۹۹۱ کال وروسته چې شوروي اتحاد مات شو، په تېره بیا له دې تړون سره د وارسا د پخواني تړون د غړو او بالتیک هېوادونو یوځای کېدل پاروونکي ښکاري.

په وروستیو کلونو کې ناټو او روسیې یو بل په تېري تورن کړي دي.