ټرمپ: د نیکي هیلي پر ځای به ژر په «م.م» کې نوی استازی وټاکو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، هیله لري چې د نیکي هیلي پر ځای به ژر په ملګرو ملتونو کې نوی استازی وټاکي.

ده وویل، غوره بولي چې پر دې چوکۍ بیا هم یوه ښځه وګوماري.

ټرمپ پرون شنبه د نیوادا ایالت په ایلکو ښار کې له یوې غونډې وروسته وویل چې ژر به یو مهم څوک وټاکي.

ده همدا راز وویل چې په ملګرو ملتونو کې د امریکا د دایمي استازیتوب د چوکۍ لپاره حاضردمه له ۵ کاندیدانو سره مرکې کوي.