طالبانو په بامیان کې د انتخاباتي موادو د انتقال پر کاروان برید کړی

د بامیان ولایت ځايي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو په دې ولايت کې د انتخاباتي موادو د انتقال پر کاروان حمله کړې ده.

د باميان والي طاهر زهېر ازادي راډيو ته وويل، طالبانو نن جمعه سهار د باميان او بغلان تر منځ په سنګپر سيمه کې په دې حمله لاس پورې کړ.

ده زياته کړه چې په دې حمله کې امنيتي ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی او انتخاباتي مواد د رأیې ورکولو مرکزونو ته انتقال شوي دي.

د چارواکو په وينا، په دې ولايت کې ۲۱۶ د رأيې ورکولو مرکزونه جوړ شوي چې شل يې له امنيتي تهديدونو سره مخ دي.