یو شمېر افغانان وايي، خطرونه پر ځان ګالي خو رایې ورکوي

د ډموکراسۍ لپاره افغانان خطرونه په ځان ګالي خو رایې ورکوي.

د پوهنتون له محصلینو نیولې د کور تر مېرمنو پوري وایي، له خطرونو سره سره غواړي د راتلونکې شنبې په ورځ د ولسي جرګې په انتخاباتو کې ګډون وکړي.

د دغو انتخاباتو لپاره نېږدې نهه میلیون وګړو نوم لیکنه کړې خو ښایي ډېر کسان د انتخاباتو په ورځ د رایې ورکولو مرکزونو ته لاړنشي ځکه له یوې خوا امنیتي ګواښونه موجود دي او بل داسې انګیرنې شته چې ښایي په دغو انتخاباتو پراخه درغلي وشي.

فرانس پرېس آژانس په یوه راپور کې د څو تنو افغانانو چې مختلف شغلونه لري، نظرونه په دې اړه را اخیستي چې ولې د دوی رایې مهمې دي.

امید شریفي چې هنرمند دی وایي، پارلماني انتخاباتو ته هیله من دی چې زاړه غړي به ترې ووځي او نوي به ورداخل شي.

۳۲ کلن شریفي چې د لومړي ځل لپاره خپله رایه کاروي غواړي وویني چې په راتلونکې ولسي جرګه کې د سیاستوالو نوی نسل د زړو ځای ونیسي.

شریفي چې په کابل کې پر سړکونو د انځورګرۍ د ېوې ډلې موسس همکار هم دی، د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره د زیات شمېر ځوانو او له لوړو زده کړو څخه برخمنو کاندیدانو څخه په الهام غواړي په دې انتخاباتو کې ګډون وکړي.

دی وایي، امنیت ته اندېښنه لري خو د ده باورد ډموکراسي لپاره باید تاوان وګالو.

فاطمه صدیقي، د کور مېرمنه ده چې د لومړي ځل لپاره غواړي په دغو انتخاباتو کې ګډون وکړي.

دا وایي، له رایې ورکولو یې هدف دادی چې جنایتکاران، غله او فاسد کسان راتلونکې ولسي جرګې ته ننه نوځي.

۵۵ کلنه صدیقي او د هغې د کورنۍ اته غړي په پام کې لري چې په مزارشریف کې د ورته صفاتو لرونکي کاندید ملاتړ وکړي.

صدیقي وایي، له بېوزلۍ او ناامنۍ نور ستړي شوي دي.

نوموړې هیله منه ده چې نوې ولسي جرګه به یو ښه او له ښو خلکو ډک یو ځای وي.

شیرین آغا، کلال یا د خټینو لوښو جوړونکی دی، نوموړی وایي، غواړي لس اولادونه یې په یوه سوله ییز افغانستان کې را لوی شي او که د ده مړینه له دې کار سره مرسته کولای شي خپلې قربانۍ ته حاضر دی.

۴۵ کلن شیرین آغا چې په جلال آباد ښار کې لوښې جوړوي او د لومړي ځل لپاره خپله رایه کاروي غواړي د یوه ښه مسلمان او صادق کس ملاتړ وکړي.

دی وایي، غواړي چې نوې ولسي جرګه د اقتصاد، پوهنې او امنیت په برخو کې اساسي تغیرات راوړي چې په وینا یې ماشومان مو وکولای شي په سوله کې ژوند وکړي.

شیرین آغا زیاتوي، که د ده په رایې دغه بدلونونه راوستل کېدای شي حاضر دی چې هر ډول خطر په ځان ومني، که مړکېږي هم رایه به ورکوي.

زهره فرامرز، د پوهنتون محصله ده، دا چې د انګلیسي ادبیاتو زده کړې کوي وایي، د وجیبې او د مسؤلیت د احساس له مخې په انتخاباتو کې ګډون کوي خو امنیت ته هم یوڅه اندېښنه لري.

د فرامرز د رایې ورکولو مرکزد کابل په هغه سیمه کې دی چې اکثریت اوسېدونکي یې شیعه ګان دي.

د هغې سیمې چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش پکې په وروستیو څو میاشتو کې د څو خونړیو حملو مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.

۲۱ کلنه فرامرز وایي، دا مهمه ده چې رایه ورکړي ترڅو دا مسئله یقیني شي چې د ټولنې غږیې په ولسي جرګې کې واورېدل شي.

د دې په وینا که موږ دا کارونکړو نور کسان به داسې کاندیدان راته غوره کړي چې هغوی به زموږ په ښه نه وي.

غلام فاروق عادل، عامه خدمتګار دی.

دی هیله من چې د مخکینیو دوو انتخاباتو په نسبت چې نتیجې یې د مایوسۍ وړوې، دا دریم ځلي، د شنبې د ورځې انتخابات به ښه او زموږ په خیر وي.

۲۹ کلن عادل چې د هرات ښار استوګن دی، غواړي یوه صادق کاندید ته رایه ورکړي چې افغانستان د سولې لورته بوځي.

دی وایي، هیله من دی چې نوې ولسي جرګه په هېواد کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوجامع پلان ترتیب کړي.

عادل وایي، غواړي د داسې بدلونونو شاهد واوسي چې زوی یې یوه ښه راتلونکې ولري.

عبدالکریم چې متقاعد دی، په دې باور دی چې رایې ورکول د مسلمانو سړو او ښځو اسلامي وجیبه ده.

۸۵ کلن عبدالکریم چې د کابل اوسېدونکی دی او په خپل ژوند کې د دوهم ځل لپاره رایه کاروي، وایي، ټول باید په عمومي انتخاباتو کې ګډون وکړي.

دی له نوې ولسي جرګې څخه هم د دې تمه کوي چې د هېواد او د خلکو لپاره خدمت وکړي او د بېوزلو کسانو لپاره شغلونه ایجاد کړي.

عبدالکریم وایي، د افغانستان لپاره رایې ورکوو او تمه کوو چې د ولسي جرګې راتلونکې غړي مو هم د هېواد د ښیګڼې لپاره پرېکنده پرېکړې وکړې.