دفاع وزارت: هېچا ته اجازه نه ورکوو څو پر افغان خاوره برید وکړي

د افغانستان او پاکستان د پوله ساتو ځواکونو د پرونۍ جګړې په دوام د افغانستان دفاع وزارت وویل چې هېچا ته اجازه نه ورکوي څو پر افغان خاوره برید وکړي.

د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید ازادي راډیو ته وویل چې افغان پوځیانو پرون د پاکستاني ځواکونو مخه ونیوله او هغوی یې د اغزن سیم غځولو ته پرېنه‌ښودل.

ښاغلي جاوید وویل، دا کار د دواړو خواوو تر منځ د نښتې سبب شو خو افغان حکومت به د قضیې د حل لپاره هر اړخېزې هڅې وکړي.

د پاکستان حکومت وایي چې له افغانستان سره په پوله کې اغزن سیم لګوي، څو د دوی په خبره د سرحدي سیمو امنیت خوندي وي او د تروریستانو د تګ راتګ مخه ونیول شي.