مشرانو جرګه: د زورواکو په وړاندې د حکومت اقدامات له امنیت سره مرسته کوي

د زورواکو پر وړاندې د حکومت له جدي چلند نه د ملاتړ په دوام د مشرانو جرګې د اداري پلاوي ځینې غړي وايي، د حکومت دا داشان اقدامات به د امنیت له ښه کېدو سره مرسته وکړي.

د دغه جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي، د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې که د زورواکو پر وړاندې اقدام ونشي دوی به پیاوړي شي چې هغه مهال به بیا دولت او ملت دواړه له ننګونو سره مخ کړي.

نوموړي زیاته کړه:

محمد اصف صدیقي

"د نا امنیو او له هېواد نه د پانګې د وتلو یو علت د غیر مسؤله وسله والو ډلو موجودیت دی، دوی دولت او خلک ننګولي دي، موږ له حکومت نه غواړو چې له دوی سره جدي چلند وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني د جمعې په ورځ له ولسوالانو سره په ناسته کې د غیرې مسؤله وسله والو پر وړاندې د مبارزې غوښتنه وکړه او دا ټینګار یې وکړ چې د زورواکو موجودیت که هغه په هره کچه وي د منلو نه دی او باید قانوني چلند ورسره وشي.

شااوخوا درې میاشتې وړاندې امنیتي ځواکونو د فاریاب د قیصار ولسوالۍ پخوانی سرپرست امنیه قوماندان او د سیمه ییزو پاڅونو کونکو په چارو کې د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم استازی نظام الدین قیصاري، له ارزګان ولایت نه رحیم الله، له فراه ولایت نه داوود مبارز او له بدخشانه نادرشاه ونیول او لوی څارنوالۍ ته یې معرفي کړل.

یاد کسان د خلکو د ځورونې، زور ویلو، د کانونو د غیر قانوني کیندنې، د پولیسو د ځینو پوستو د سقوط او له تروریستي ډلو سره د اړیکو د نیولو په جرم نیول شوي دي.

جمهوري ریاست هغه مهال ویلي و چې د نور زورواکو د نیولو لپاره هم هڅې روانې دي.

تېره اوونۍ ځانګړو امنیتي ځواکونو په غور ولایت کې د علي پور مشهور په قوماندان شمشېر د نیونې لپاره عملیات وکړل، خو د دواړو خواوو تر منځ تر نښتې وروسته امنیتي ځواکونه ونه توانیدل چې نوموړی ونیسي.

د کورنیو چارو د وزارت مرستیال نصرت رحیمي رسنیو ته ویلي چې علي پور غیر مسؤله وسله وال او په غلا، وژنو او د خلکو په ځورونې تورن دی او د امنیتي ځواکونو تر تعقیب لاندې دی.

خو د چارو ځني څېړونکي له دې ډلې نصرالله ستانکزی په دې باور دی چې په اوسنیو امنیتي او سیاسي شرایطو کې د زورواکو بې وسلې کول او محاکمه کول ستونزمن کار دی.

د هېواد یو شمېر اوسېدونکي هم د غیر مسؤلو وسله والو او زرواکو د نیونې او محاکمې پلویان دي.

دوی وايي چې د دغو کسانو له ظلمونو نور په تنګ شوي دي:

"سید عباس: موږ د ولسمشر دغه اقدام ستایو ځکه ګډوډۍ همدغه زورواکي جوړوي او امینت خرابوي."

"احمد فرید: اکثره خلک دوی نه خوښوي او دوی د ټولنې د اوږو بار دي او دوی نور په درد نه خوري."

دوی دغه شان ټینګار کوي چې د قانون ماتونکو، مفسدینو او زورواکو په وړاندې مبارزه باید له کوم توپیر پرته او یوشان ترسره شي.

د دوی په خبره، د حکومت دا اقدام د قانون د حاکمیت تر څنګ د خلکو او حکومت تر منځ رامنځته شوې فاصلې هم رالنډولی او له منځه وړلی شي.

راپور: محمد حدیث پردېس