ارزګان کې د کرکټ یوه میاشتنۍ ټورنمنټ پای ته ورسېد

د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د کرکټ یوه میاشتنۍ ټورنمېنټ تېره ورځ ناوخته د پوهنتون اې لوبډلې په بریا پای ته ورسېد.

په دغه ټورنمېنټ کې چې ۲۴ لوبډلو برخه اخېستې وه لومړی مقام پوهنتون اې ټيم دوهم عابد ټيم اودرېیم مقام د لمر ټيم ترلاسه کړ.

په‎دغه ولایت کې د کرکټ بورډ د اداري مشر محمدنبي عادل د یادې لوبې د پای مراسمو کې ازادي راډيو ته وویل چې دا ټورنمېنټ د پوهتنون د ادارې له‎خوا ترتیب شوی وو.

بلخوا لوبغاړي هم خوښ وو او له کرکټ بورډه یې دا غوښتنه وه چې لوبغالی ورته جوړ کړي او ټورنمینټونه ورته ترتیب کړي.

په‎دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف الله شرافت په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د شرافت راپور