ولسمشر ډونالد ټرمپ د سفیرې نیکي هیلي استعفا منلې

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ په ملګرو ملتونو کې د دې هېواد د سفیرې نیکي هیلي استعفا منلې ده.

ټرمپ د سې شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې له نیکي هیلي سره په لیدنه کې اعلان وکړ چې په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره به د ۲۰۱۸ م کال په پای کې خپله دنده پرېږدي.

ښاغلي ټرمپ زیاته کړه:

"هغې فوق‌العاده دنده ترسره کړه. موږ له یو بل سره په بهترین ډول کار وکړ. موږ ډېرې ستونزې هوارې کړې او د نورو ډېرو ستونزو د هواري په پروسه کې یوو."

تر اوسه پورې په دې اړه چې ولې دا لوړپوړې امریکايي ډیپلوماته له خپلې دندې لیرې کېږي، جزئیات نه‌دي ورکړل شوي.

یو شمېر راپورونه وايي، ۴۶ کلنه نیکي هیلي چې د جنوبي کارولینا ایالت پخوانۍ والي وه، د ۲۰۲۰ م کال په انتخاباتو کې د کاندیدېدو لپاره چمتووالی نیسي.

خو مېرمن هیلي د سې شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې وویل، د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د کاندیدېدو هېڅ نیت نه‌لري.