یوناما له افغانانو غوښتي چې په انتخاباتو کې ګډون وکړي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یوناما له افغانانو غواړي چې په انتخاباتو کې د ګډون لپاره د خپل حق دفاع وکړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو په یوه بیان کې چې نن د یوناما دفتر خپور کړ ویلي، دا د افغانستان د ښځو او نارینه‌وو اساسي بشري حق دی چې خپل حکومت او مشران د ازادو انتخاباتو له لارې غوره کړي.

هغه ټینګار کوي چې افغان فعالان باید د دې اساسي حق ساتنه وکړي تر څو خلک وکولای شي له ګواښ، ډار، خنډ او ځنډ پرته خپله رأیه وکاروي.

ښاغلی یاماموتو وايي، ډېره مهمه ده چې انتخابات په ټاکلي وخت یعنې د میزان په ۲۸مه وشي.

د یوناما مشر دا وینا وروسته له هغه کوي چې وسله‌والو طالبانو تېره ورځ پر انتخاباتو د برید ګواښ وکړ.