د اقلیم د بدلون په اړه مخکښو څېړنکو خبرداری ورکړی

د اقلیم د بدلون په اړه مخکښو څېړنکو خبرداری ورکړی چې د نړۍ د تودوخې په لوړېدو کې د خطرناک زیاتوالي د مخنیوي لپاره چټک او پراخو اقداماتو ته اړتیا ده.

د اقلیم د بدلون په اړه څو حکومتي د نوبل جایزې ګټونکي هیئت ویلي، که په اوسنۍ اندازه د ککړو ګازونو تولید دوام وکړي، نو تر ۲۰۳۰ میلادي کال پورې به د نړۍ په تودوخه کې د سانتي ګراد په حساب یوه نیمه درجه زیاتوالی راشي.

د جنوبي کوریا په انچیون ښار کې د یوه کنفرانس په پای کې دې هیئت په یوه وړاندې کړي راپور کې ویلي:

"که د نړیوالې تودوخې لوړېدل په اوسنۍ کچه دوام وکړي، نو د ۲۰۳۰ او ۲۰۵۲ میلادي کلونو ترمنځ به د سانتي ګراد په حساب نړۍ یوه نیمه درجه نوره هم توده شي."

دوی خبرداری ورکړی چې د ځمکې سطحه یوه درجه توده شوې، دا کفایت کوي چې په ځینو سیمو کې سمندرونه پورته شي او وژونکي طوفانونه، سېلابونه او په ځینو سیمو کې وچکالۍ رامنځته کړي او دا مهال د اقلیم تودېدل د سانتي ګراد په حساب درې او یا څلور درجو ته د پورته کېدو په لاره دي چې دا به د نه‌منلو وضعيت رامنځته کړي.

د اقلیم د بدلون په اړه د څېړونکو دې څو حکومتي هیئت خبرداری ورکړی چې د سانتي ګراد تر یوې نیمې درجې لوړېدو پورې د اقلیم د محدودولو لپاره د ټولنې په ټولو برخو کې چټګو، پراخو او بې‌سابقې بدلونونو ته اړتیا ده.