د غزني د والي ویاند: طالبانو ۳ پُلچکونه او یو لوی پُل په ماینونو ویجاړ کړي

د غزني اوسېدونکي وايي چې وسله‎والو طالبانو د کابل-کندهار پر لویه لاره څو پلونه الوزولي دي.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو درې پُلچکونه او یو لوی پُل په ماینونو ویجاړ کړي دي چې له کبله‌یې د کابل-کندهار پر لویه لاره تګ راتګ له خنډ سره مخامخ شوی دی.

ښاغلی نوري همداراز وايي چې امنیتي ځواکونه په تصفیوي عملیاتو بوخت دي.

له نوموړي سره د ازادي راډیو خبریال عصمت څاروان مرکه کې کړې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

له نوري سره مرکه