ولسمشر غني: په شمال کې نا امني عمدي او پلان شوې بڼه لري

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې شمال زون ته د نا امنۍ انتقال د افغانستان د دښمنانو یوه پخوانۍ پلان شوې طرحه ده چې په شمال کې د لویو دولتي پروژو او له منځنۍ اسیا سره د هېواد د اړیکو د تخریب په هدف رامنځته شوې ده.

ولسمشر محمد اشرف غني نن شنبه په بلخ ولایت کې عام ولس ته په وینا کې وویل چې په شمال زون کې امنیتي ګواښونه او نا امني عمدي بڼه لري او دلیل یې هم په شمال زون کې د لویو پروژو موجودیت او له منځنۍ اسیا سره د افغانستان اتصال دی.

ښاغلي غني وویل:

" د افغانستان دښمنانو ولې جګړه شمال ته انتقال کړه؟ د هېواد لوی درستیز (په ځواب کې) وايي چې عمده دلیل یې لویې پروژې او له مرکزي اسیا سره د افغانستان وصل کېدل دي."

ښاغلي غني د خپلې وینا پر مهال په بلخ کې د پولیسو د تشکیل په پراخېدو تاکید وکړ او ویې وېل چې ښاري پولیس له پخوا باید زیات مسلکي او په منظمو پوځي تجهیزاتو سمبال و اوسي.

ولسمشر زیاته کړه:

" په بلخ کې پولیس باید مسلکي و اوسي، دوی باید مجهز وي، خاصتاً ښاري پولیس باید زیات شي او د حوزو شمېر هم ډېر شي، پولیسو ته ځانګړې پاملرنه لرو او اساسي هدف دا دی چې اردو متحرکه شي، که اردو په یوه ځای کې راګیر وي او له وړو پوستو څخه ساتنه وکړي، نو د اردو وخت له لاسه ورکوو او په کومانډو ځواکونو څوکۍ نه کوو. "

ولسمشر غني بلخ ته د خپل سفر په دوهمه ورځ د دې ولایت له ولسوالانو، سوداګرو او دیني عالمانو سره پر امنیتي، سیاسي او تجارتي موضوعاتو خبرې وکړې.

محمد اشرف غني په بلخ کې له سوداګرو وغوښتل چې د پانګو په متمرکز کولو سره د کار موندنې زمینه زیاته کړي او همدا راز په صنعتي پارکونو کې د تولیدي فابریکو په جوړولو سره منځنۍ اسیا ته د افغاني صاداراتو کچه په کال کې یو میلیارد ډالرو ته لوړه کړي.

​ده وویل:

" زمونږ غوښتنه دا ده چې د څلورو تر شپږو اوونیو په ترځ کې باید ټول یوه متحده طرحه ولرئ او خپلې پانګې متمرکزې کړئ، د ځمکې ستونزه دولت درته په بنیادي توګه حل کوي او صنعتي پارکونه خپل وړاندیز او تامین کړئ، دولتي کاغذ پرانۍ ماته د منلو نه دي. "

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د بلخ ملکي چارواکو او عام ولس ته په خپله وینا کې وویل چې افغان امنیتي ځواکونه له خپل ملي حاکمیت څخه د دفاع او ساتنې وړتیا لري او پردیو اجیرو بهرنیو ځواکونو ته زمونږ د خاورې د ساتنې ضرورت نشته.

ښاغلي غني دا څرګندونې په افغانستان کې د جګړې د خصوصي کولو د طرحې په غبرګون کې مطرح کړې دي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی