دفاع او کورنیو چارو وزارتونه: له غزني پرته ټولو ولایتونو ته انتخاباتي مواد رسیدلي

په‎داسې حال کې چې د ولسي جرګې د راتلونکو انتخاباتو د امنیت په اړه اندېښنې مخ په ډېرېدو دي د افغانستان دفاع او کورنیو چارو وزارتونه ډاډ ورکوي چې په خپل ټول توان سره به د دغو انتخاباتو امنیت خوندي کړي.

د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید د پنجشنبې په ورځ په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې اوس‎مهال له غزني پرته د افغانستان ټولو ولایتونو ته انتخاباتي مواد رسېدلي چې دا د امنیتي ځواکونو لپاره لویه لاس ته راوړنه بلل کېږي.

غفور احمد جاوید

دی وايي:

"ټول امنیتي ارګانونه دې ته ژمن دي چې ټولو مرکزونو ته مواد ورسوي، په خپل وخت يې ورسوي او په‎دې برخه کې تر دې دمه کومه ناغېړي هم نه‎ده شوې او ټول امنیتي ځواکونه په ګډه کار کوي چې د دغه ملي پروسې امنیت په ښه توګه خوندي شي."

په دې اړه نور: د انتخاباتو کمېسیون د کاندیدانو او د هغوی د ملاتړو د خوندیتوب غوښتنه کړې

ښاغلي جاويد وویل، د ټولو هغه مرکزونو او محلونو ساتنه به وشي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تثبیت کړي دي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون هم ویلي چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته چمتوالی د بشپړېدو په حال کې دی.

دا په‎داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې راتلونکو انتخاباتو ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي، خو د امنیت په اړه يې اندېښنې لا هم پرځای پاتې دي.

د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د ولسي جرګې د یو کاندید په انتخاباتي غونډه انتحاري حملې وشوه چې په لسګونو کسانو ته په‎کې مرګ ژوبله واوښته.

په دې اړه نور: په ننګرهار کې د نننۍ انتحاري حملې د قربانیانو شمېر۲۱تنو ته ورسېد

د افغانستان د ولسي جرګې غړو او د انتخاباتو د څار بنسټونو د انتخاباتو د امنیت په اړه په وار-وار اندېښنې ښودلي او ویلي یې دي چې امنیتي بنسټونه باید د دغه پروسې امنیت ته جدي پاملرنه وکړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د انتخاباتو د ښه امنیت ساتنې په هدف ټولو امنیتي ځواکونو ته د تیارسۍ امر شوی دی.

د دغه وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي چې په همدې خبري کنفرانس کې يې خبرې کولې وویل چې د ۵ زره انتخاباتي مرکزونو او ۲۱ زره محلونو د امنیت ساتنې لپاره ۵۴ زره امنیتي ځواکونو ګومارل شوي چې د یادې پروسې امنیت وساتي.

نصرت رحیمي

ښاغلي رحیمي زیاته کړه:

"د ۲۱ زره محلونو لپاره ۵۴ زره امنیتي ځواکونه ګومارل شوي دي چې له دغه ملي پروسې نه به ساتنه کوي، ټول امنیتي ځواکونه که هغه دفاعي دي او که کشفي دي او که هوايي ځواک دي په ګډه به د انتخاباتې پروسې امنیت ساتي."

ښاغلی رحیمي دغه شان وویل چې امنیتي ځواکونو ته جدي سپارښتنه شوې چې د ولسي جرګې د کاندیدانو امنیت خوندي کړي، خو نوموړي له کاندیدانو هم وغوښتل چې د خپلو انتخاباتي غونډو پرمهال پولیس خبر کړي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند دا هم وویل چې د وسله‎والو مخالفینو پرضد په تهاجمي عملیاتو کې ۳۶ په سلو کې زیاتوالی راغلی چې ګټور ثابت شوي دي.

دی وايي، همدا عملیات لامل شوي چې د مرکز کابل په ګډون په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم امنیت نسبي ښه شوی دی.