پاکستان له امریکا د پوځي مرستو غوښته کړې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي له امریکا غوښتنه کړې چې ښه روابط او پوځي مرستې ورسره برقرارې کړي.

قریشي په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره له وسله والو طالبانو سره د مذاکرو ملاتړ کړی خو ویلي یې دي چې امریکا باید له دې چې په افغانستان کې د وسله والو حملو پړه پر اسلام اباد ور اچوي، لاس واخلي.

شاه محمو قریشي د اکټوبر په ۳مه واشنګټن ته ولاړ.

د قریشي د سفر هدف امریکا ته د افغانستان لپاره د صدراعظم عمران خان د ستراتيژۍ تشریح کول دي.

قریشي ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر، مایک پمومپئو سره په کتنه کې يې دا برداشت کړی چې امریکا تیاره ده چې د پاکستان خبرو ته غوږ ونیسي.

تردې خبرو یوه میاشت مخکې واشنګټن پر پاکستان ۳۰۰ میلیون ډالر چې د پوځي مرستې په ډول يې ورکول، بند کړل.

خو قریشي، په واشنګټن کې د امریکا د سولې په انستیتیوت کې ویلي چې له خوشبیني سره پاکستان ته ستنېږي.