روسيه: سږکال په بې ساري اندازه د خپلو طبيعي ګازو صادرات زیاتوو

روسيه اټکل کوي چې سږکال به په بې ساري اندازه د خپلو طبيعي ګازو صادرات زیات کړي.

روسيه وايي، دا کار د امريکا له هڅو او د بنديزونو له سختو خبرداريو سره- سره کوي غواړي اروپايي هېوادونه د روسيې پر ګازو د اتکا بندولو ته وهڅوي.

د روسيې تجارتي او دولتي چارواکو پرون په مسکو کې د انرژۍ په اړه په کنفرانس کې وويل، سږ کال د روسيې د ګازو صادرات ښايي له ٢٠٠ میليارد متر مکعب څخه واوړي.

تېرکال د ګازو دغه صادرات ١٩٤ میليارد متر مکعبو ته رسېده.

اروپا لا هم د روسيې د ګازو تر ټولو لويو مشتريانو څخه ده او د روسيې د ګازو شرکت ګاز پروم په انحصاري ډول د اروپا د ګازو د بازار ٣٥ فيصده برخه کنټرولوي چې دا تر بل هر اکمالوونکي زياته برخه ده.

چارواکي وايي، روسيه هيله منده ده چې د را روانو کلونو لپاره په اروپايي بازار کې خپله ونډه ٤٠ فيصدو ته زياته کړي.