الکوزی: د تعرفو لوړول به افغان سوداګر له ستونزو سره مخ کړي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي،د حکومت لخوا په ګمرکي تعرفو کې لوړوالی غېر منطقي او ظالمانه دی.

د دغه خونې مرستیال خان جان الکوزي نن ازادي راډیو ته وویل چې که حکومت په خپلې دغې پرېکړې له سره کتنه و نه کړي نو د ګمرکي تعرفو د لوړېدو له امله به د هېواد سوداګري لوی زیان وویني.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان حکومت دغه هېواد ته په هر وارېدېدونکي کانټيټنر اموالو ګمرکي تعرفه له ۱۵۰ زرو افغانیو نه ۴۵۰ زرو افغانیو ته لوړه کړې ده.

ښاغلی الکوزی وايي، که حکومت دغه ستونزه حل نه کړي نو افغان سوداګر به د لوړو ګمرکي تعرفو له امله ونشي کړای چې له بهرنیو هېوادونو سوداګریز توکي وارد کړي.