مولانا سمیع الحق: له طالبانو سره په خبرو کې د چین منځګړیتوب غوره بدیل دی

یوې نړېوالې رسنۍ راپور ورکړی دی چې د پاکستان د جماعت علمای اسلام د ډلې مشر مولانا سمیع الحق له چین غوښتي چې د سولې خبرو ته د افغان طالبانو په چمتو کولو کې ستر رول ولوبوي.

دې پاکستاني ملا په وروستیو کې د بلومبرګ خپرونې سره په یوه مرکه کې ویلي چې په سیمه کې د چین رول د امریکا په نسبت ډېر د پاملرنې وړ دی.

د بلومبرګ د راپور له مخکې مولانا سمیع الحق چې د” طالبانو د پلار “ په نوم پیژندل کیږي، او دا مهال له دې ډلې سره ډېرې نژدې اړیکې لري، له طالبانو سره په خبرو کې چین د منځګړیتوب لپاره غوره بدیل بللی دی.

بلومبرګ خپرونې ویلي، چین د افغانستان د بې ثباتۍ په اړه اندېښمن دی او غواړي چې ددې هیواد د کړکیچ په هواري کې منځګړیتوب وکړي.