دفاع وزارت: له تېرې ورځې راهیسې په عملیاتو کې ۴۵ وسله وال وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د یکشنبې د ورځې راهېسې یې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د پوځي علمیاتو په ترڅ کې ۴۵ وسله وال وژلي او ۶ تنه یې ټپیان کړي دي.

دفاع وزارت نن سهار په یوې خبرپاڼې کې وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دفاعي او امنیتي ځواکونو ۱۸ ګډ تعرضي او تصفیوي عملیات، ۱۰۴ ځانګړي کومانډویي دندې او ۱۰ هوایي بریدونه ترسره کړي دي.

دغه عملیات د ملي اردو ځواکونو له خوا د هلمند، ننګرهار، نیمروز، سرپل، بدخشان، غزني، کندهار، لوګر، کندز، هرات، بغلان بدخشان او ارزګان په ولایتونو کې شوي دي.

د دفاع وزارت د اعلامیې د ادعا له مخې، تر ټولو درنه مرګ ژوبله د هلمند په نادعلي، نوزاد او لښکرګاه ښار اړوند سیمو کې وسله والو ته اوښتې چې په وینا یې شل تنه وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي چې په ننګرهار کې د ۱۵داعشیانو په شمول، ۱۷ وسله وال وژل شوي دي.

د حکومت وسله والو مخالفانو د دفاع وزارت ددې ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.