د ملي اردو یوه څرخي الوتکه په کوه صافي سیمه کې سقوط کړی

د افغانستان د ملي اردو یوه څرخي الوتکه په کوه صافي سیمه کې سقوط کړی دی.

د پروان د والي ویاندې وحیده شهکار پرون شنبه د میزان ۷مه ازادي راډیو ته وویل چې په‌دې پېښه کې ۸ تنه وژل شوي او زخمیان دي.

د شهکار په وینا د ملي اردو دې هليکوپټرې د جمعې په شپه د مندي قول په سیمه کې سقوط کړی دی.

وحیده شهکار زیاته کړه:

"د ملي اردو دې څرخي الوتکې ته د ناستې په وخت کې تخنیکې ستونزه پېښه شوې وه چې چپه شوې او اور یې اخېستی دی. په‌دې پېښه کې ۸ تنه مړه او زخمیان دي چې ټول پوځي کارکوونکي دي."

د فراه په خاک صفا ولسوالۍ کې هم د جمعې په ورځ د ملي اردو د یوې څرخي الوتکې د سقوط له امله ۵ تنه ووژل او ۳ تنه زخمیان شول.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند اسوشيټېډ پرېس خبري اژانس ته وویل چې په خاک صفا کې هليکوپټرې د تخنیکې ستونزو له امله سقوط کړی و.