د ترکيي سمندري ساتونکو ۳۳ افغان کډوال له ډوبیدو وژغورل

د ترکيي سمندري ساتونکو پرون ددې هیواد په لویدیځ کې ۳۳ افغان پناه غوښتونکي او کډوال په سمندر کې له ډوبیدو وژغورل.

د ترکې رسنیو راپور ورکړی دی چې دا ۳۳ افغانان په یوې ربړي کشتۍ کې سپاره وو او غوښتل يې چې په غیر قانوني توګه یونان ته ورسیږي.

ترکي سمندري ساتونکو ویلي د سمندر د توفاني څپو له امله ددې پناه غوښتونکو کشتۍ د ډوبیدو له خطر سره مخ وه.

ژغورل شوي افغانان په ترکیه کې د بیرته ستونکو یوه مرکز ته سپارل شوي دي.