ریک پیرې: امریکا د اومه تیلو د عرضه کولو پر مسئلې غور نه کوي

د امریکا د انرژۍ وزیر وایي، حکومت له خپلو زېرمو بازار ته د اومه تیلو د عرضه کولو پر مسئلې غور نه‎کوي چې په نوومبر په میاشت کې پر ایران د بندیزونو له جاري کېدو سره د تیلو د بیو د لوړېدو مخه ونیسي.

ریک پیرې «Rick Perry» چې پرون په واشنګټن کې خبریالانو ته څرګندونې کولې وویل، د امریکا د حکومت د تیلو له ذخېرو څخه چې په نړۍ کې د تیلو تر ټولو لویه دولتي زېرمه بلل کېږي، بازار ته د تیلو عرضه کول به د تیلو پر بیې زیات اغېز ونه‎کړي او هغه به لنډ مهاله هم وي.

د تیلو متخصصین له څو میاشتو راهیسې وړاندوینې کوي چې د ډونالډ ټرمپ اداره به د تیلو د بیو د لوړېدو د مخنیوي د یوې هڅې په توګه په تېره بیا چې د کانګرس لپاره منځ‎مهاله انتخابات په مخکې دي، له خپلو زېرمو تیل راوباسي.

د نوومبر د ۶ مې نېټې انتخابات ټاکوونکي ځکه دي چې په نتیجه کې به یې معلومه شي چې ایا د ټرمپ جمهوري غوښتونکی ګوند به وکولای شي پر کانګرس خپل کنټرول وساتي؟

د نړۍ په بازارونو کې د تیلو بیې وروسته له هغې لوړې شوې چې په مې میاشت کې ټرمپ د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي تړونه د وتلو اعلان وکړ او پر تهران یې اقتصادي بندیزونه بېرته ولګول.