ولسمشر ټرمپ: هیله ده چې د منځني ختیځ لانجه هواره شي

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، په راتلونکو میاشتو کې به د منځني ختیځ د ( دوو هیوادو د رامنځته کیدو) سوله ییز پلان طرحه شي.

ولسمشر ټرمپ د اسراییل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره په نیویارک کې د غونډې پرمهال وویل، دا یې یوه هیله ده چې د منځني ختیځ لانجه هواره شي.

د ښاغلي ټرمپ په وینا د دې طرحې پلان به له دوو تر څلورو میاشتو وخت ونیسي.

د اسراییل د صدراعظم دریځ دا دی چې د فلسطین په نوم هیواد باید غیرنظامي وي او اسراییل د یهودانو د یوه هیواد په توګه په رسمیت وپیژني.

د اسراییلي رسنیو په وینا، نتنیاهو له ولسمشر ټرمپ سره تر پرونۍ کتنې وروسته وویل، د ډونالډ ټرمپ دې وړاندیز ته حیرانه شوی نه دی.