مسؤلین: په کندهار کې د ګوزڼ یا پولیو یوه نوې پېښه ثبت شوې

د عامې روغتیا وزارت وايي، په کندهار ښار کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو یوه نوې پېښه ثبت شوې ده چې په دې سره په روان میلادي کال کې په جنوب زون کې د پولیو پېښې لسو او په ټول افغانستان کې ۱۵ ته رسېدلې دي.

د عامې روغتیا وزارت اعلامیه وايي، د کندهار ښار پېښه په هغې کورنۍ کې شوې ده چې په ظاهره ښکاري چې خپلو کوچنیانو ته يې واکسین نه دی کړی.

اعلامیه د عامې روغتیا د وزیر فیروزالدین فیروز له قوله وايي چې له پولیو سره مبارزه یوازې ددې وزارت نه، بلکې د ټولنې د ټولو خلکو وظیفه ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د پولیو واکسین مصؤن دی او هېڅ ډول جانبي عوارض نه لري.

افغانستان، پاکستان او نایجیریا د نړۍ یوازني درې هېوادونه دي چې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو له ناروغۍ پاک شوي نه دي.