په هلمند کې کجکي بند ته د زیان رسولو د هڅو په دوام د دغه ولایت والي وايي چې ځینې بهرني اتباع په هلمند کې د کجکي بند په اړه د معلوماتو په راټولولو بوخت دي.
د ښاغلي یاسین په خبره په یادو بهرنیو اتباعو کې ایرانیان هم شامل چې په وروستیو کې کجکي ولسوالیو ته راغلي دي.
نوموړی وايي:
"د سیمې د خلکو او کشفي بنسټونو د اطلاعاتو له مخې یو شمېر کسان چې کیدای شي ایرانیان هم پهکې وي سیمې ته راغلي او ډېر د بند په اړه پوښتنې کوي دوی په وسلو هم سمبال دي او کمپیوټري وسایل هم لري."
د هلمند والي محمد یاسین
ښاغلی یاسین ډاډ ورکوي چې کشفي بنسټونه دغه مسئله په جدي توګه څاري او هېڅچا ته به د ورنکارو فعالیتونو اجازه ورنهکړي.
په دې اړه نور: د هلمند والي: یو شمېر وسله وال د کجکي بند د ورانولو لپاره راغليتردې وړاندې هم ځینې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې وسلهوال مخالفین هڅه کوي لوی بندونه او په ځانګړي توګه د کجکي بند تخریب کړي.
له هغې وروسته چې ولسمشرمحمد اشرف غني د سلما بند د پرانېستلو په مراسمو کې وویل چې افغانستان د خپلو اوبو د مهار او ځمکو د خړوبولو حق لري، دغې مسئلې ځینې غبرګونونه راوپارول.
څه موده وړاندې د ایران ولسمشرحسن روحاني په یوه کنفراس کې وویل چې دوی د سلما، کمال خان او کجکي بندونو د رغېدو په برخه کې بې تفاوته نهشي پاتې کیدای.
په دې اړه نور: کجکي بند ته متوجې احتمالي ګواښونه!د هلمند کجکي بند په ۱۳۳۲کال کې د سیلابونو د کنټرول، د ځکمو د خړبولو او د همدا راز د برښنا د تولید په هدف جوړ شوی چې دا مهال د هلمند سربېره د کندهار خلک هم ترې ګټه اخلي.
له بلېخوا د هلمند د ولایتي شورا رئیس عطاوالله افغان وايي چې کجکي بند ته څېرمه د نامعلومو وسلهوالو فعالیت او ورتګ د دغه بند د تخریب اندیښنې زیاتې کړي دي.
دی وايي:
"دا یوه لویه پروژه ده چې تردې دمه د حکومتونو لهخوا ساتل شوې ده، د ټولو خلکو دا غوښتنه ده چې د دغه پروژې د ساتنې لپاره یو منظم پلان جوړ او عملي کړي."
د ښاغلي افغان په خبره امنیتي بنسټونه باید د دغه بند د امنیت د خوندیتوب لپاره ژر تر ژره اقدامات وکړي او ددغه بند د تخریب مخه ونیسي.
راپور: محمد حدیث پردېس