د هلمند والي: یو شمېر وسله وال د کجکي بند د ورانولو لپاره راغلي

د هلمند والي تأییدوي چې یو شمېر ایرانیان او افغان وسله وال د کجکي بند د ورانولو په هدف په سیمه کې ځای پر ځای شوي دي.

والي محمد یاسین نن ازادي راډیو ته وویل، له ایراني وګړو سره هغه افغانان هم ملګري دي چې د ایران له خوا روزل شوي دي.

"یو شمېر کسان د ایرانیانو په نوم چې کیدی شي ایرانیان هم وي او هغه افغانان چې په ایران کې روزل شوي دي سیمې ته راغلي دي او په وسلو هم سمبال دي."

تر دې مخکې د هلمند چارواکو او د کجکي سیمې اوسیدونکو ازادي راډیو ته ویلي وو چې یو شمېر ایراني وګړي چې کمرې او کشفي وسایل ورسره دي په کجکي کې ځای پر ځای شوي او هڅه کوي چې دې بند ته زیان ورسوي.