هلمند: ځينې ايراني او پاکستاني وګړي د کجکي بند ته زيان رسول غواړي

د هلمند والي وايي، په کجکي ولسوالۍ کې ځينې ايراني او پاکستاني وګړي ليدل شوي چې هڅه کوي د کجکي د برښنا بند ته زيان ورسوي.

محمد ياسين پرون له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، امنيتي ځواکونه نه پرېږدي چې دغه کسان خپل هدف ته ورسېږي:

"داسې اطلاعات هم موږ ته رسېدلي، چې د ايراني او پاکستاني طالبانو په نامه ځينې کسان د کجکي شا و خوا ته رسېدلي دي. کشفي ارګانونو خپل کار پيل کړى، چې د دوى دقيق ځاى تثبيت کړي او په وړاندې يې عمليات وکړي. په کجکي کې زموږ امنيتي ارګانونه ډېر قوي مورال لري او بند ته به کوم مشکل پېښ نه شي."

د هلمند والي زياته کړه، چې دغه ايراني او پاکستاني وګړي چې په سيمه کې يې افراطي وسلوال ملاتړ کوي، له بې پېلوټه الوتکو په استفاده د کجکي بند عکاسي کوي.

بلخوا د قاري يوسف احمدي په نوم يو کس چې ځان د وسلوالو طالبانو وياند معرفي کوي، ازادۍ راډيو ته وويل، د کجکي بند ساتنه خپل مسووليت ګڼي.