نیوزویک: د افغانستان د ثبات لپاره، اوس روسيه غواړي نوښت وکړي

  • نيوزويک

نيوزويک مجلې د روسیې هغو هڅو ته کتلي چې غواړي د افغان حکومت استازي او طالبان یو ځای د سولې مذاکراتو ته راوبولي.

د مجلۍ په وينا، د سخت دريځو پر وړاندي د امريکا د جګړې اوولس کاله پوره کيږي، د افغانستان د ثبات لپاره هڅې ناکامې شوي او اوس روسيه غواړي نوښت وکړي.

مجلې د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمير کابلوف څرګندونې هم خپرې کړي چې وايي: اوسمهال دوی په دغو مذاکراتو کې د ګډون پر شرايطو او طرحې پر پراخولو کار کوي.

تر اوسه په مسکو کې د افغان حکومت د استازو او طالبانو تر منځ د مذاکراتو نېټه نه ده معلومه.

مسکو له طالبانو سره د هر ډول ملاتړ تورونه ردوي

نيوزويک ليکلي چې په تیرو کلونو کې روسيې په بيلابیلو هيوادونو کې د امریکا حضور له ننګونو سره مخامخ کړی- که په سوریه کې د بشار اسد د رژيم د ملاتړ مسئله وي او که له افغان طالبانو سره د همکارۍ. خو د ورځپاڼې په وينا، مسکو له طالبانو سره د هر ډول ملاتړ تورونه ردوي.

نيوزويک لیکلي چې افغان حکومت تر دې مخکې ويلي وو چې په مسکو کې د سپتمبر د څلورمې په مذاکراتو کې ځکه ګډون نه کوي چې طالبانو د سولې او مستقيمو مذاکراتو پيغام رد کړی دی.

نيوزويک: په تیرو کلونو کې روسيې په بيلابیلو هيوادونو کې د امریکا حضور له ننګونو سره مخامخ کړی

خو مجلې ليکلي چې مسکو به خپلو هڅو ته دوام ورکړي چې د افغانستان استازي په روسیه کې په راتلونکو مذاکراتو کې حضور ولري.

نيوزويک مجلې د افغانستان د سولې عالي شورا د وياند محمد احسان طاهري څرګندونې هم خپرې کړي چې وايي: روسیه د نړۍ او سيمې له ځواکمنو هيوادونو دی او مسکو کولای شي د افغانستان د سولې په پروسه کې د منځګړي په توګه مهم رول ولوبوي.

  • رليف ویب

رليف ویب چې په افغانستان کې د مرستو د بهير معلومات خپروي، لیکلي چې اروپايي اتحاديه افغان کوچنیانو ته بې ساري مرستې ورکوي.

د خپرونې په وينا، اروپايي هيوادونه د سرګردانه افغان کوچنیانو لپاره او د پولیو ګوزڼ ته د پای ټکی ايښودو لپاره پنځه ويشت ملیونه ډالر مرسته کوي.

د يونيسف د اروپايي اتحاديې له مالي مرستې په قدرداني ويلي چې د دغو پیسو په وسیله به د ثبات لپاره د کوچنيانو په ګډون د افغانانو هيلې راژوندۍ شي

رلیف ویب: اروپايي هيوادونه د افغان کوچنیانو لپاره او د پولیو ګوزڼ ته د پای ټکی ايښودو لپاره پنځه ويشت ملیونه ډالر مرسته کوي

په مقاله کې راغلي چې په دې مالي مرسته به یونيسف يا د کوچنيانو لپاره د ملګرو ملتونو اداره وکړای شي په افغانستان کې د سرګردانه کوچنيانو لپاره د يوه خوندي چاپېريال په رامنځته کولو سره د څلورو کلونو پروګرامونه تمويل کړي.

په افغانستان کې د يونيسف استازې اديلي خودر د اروپايي اتحاديې له مالي مرستې په قدرداني ويلي چې د دغو پیسو په وسیله به د ثبات لپاره د کوچنيانو په ګډون د افغانانو هيلې راژوندۍ شي.