د فراه یو شمېر سوداګر د ستونزو د هواري په خاطر کابل ته راغلي

د فراه یو شمېر سوداګر د خپلو سوداګریزو ستونزو د هواري په ځانګړي ډول، له ایرانه د ۵ قلمه وارداتو د بندیز لېرې کولو په خاطر، کابل ته راغلي دي.

د فراه ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس حشمت نورزی وايي، دوی غواړي چې له ولسمشر او ماليې وزیر سره وګوري، تر څو د فراه په ګمرک کې ستونزې حل او د وارداتو لړۍ بېرته پیل شي.

د ده په وینا، د فراه سوداګرو له ایراني شرکتونو سره تړونونه کړي او سوداګریز مالونه يې اوس له پولې هاخوا درول شوي چې د ښاغلي نورزي په خبره، سوداګرو ته له دې امله ډېر تاوان اوښتی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم له مخې، له ایرانه فراه ولایت ته د سمنټو، تېلو، سرامیک تیږو او د اوسپنیزو توکو راوړل منع ګرځول شوي دي.

ویل کېږي چې اکثره دا مالونه په قاچاقي لارو او دولت ته له ماليي ورکولو پرته دغه ولایت ته واردېږي.