اوپک: د تیلو د اوسنۍ اندازې تولید ښه دی او نه یې زیاتوو

د تیلو د صادرونکو هېوادونو یا اوپک سازمان غړیو او په نړۍ کې د تیلو نورو لوی تولیدونکو موافقه کړې چې د تیلو د بیې د کمولو لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له غوښتنې سره - سره زیات تیل تولید نه‎کړي.

د روسیې په شمول د نړۍ د تیلو د لویو صادرونکو او اوپک سازمان دا پرېکړه په الجزایر کې وشوه.

اوپک په یوه اعلامیه کې ویلي چې د تیلو د اوسنۍ اندازې تولید یې ښه دی او نه یې زیاتوي.

د تیلو بیه په‎دې وروستیو میاشتو کې د ایران د تیلو د صادراتو د کمېدو په سبب په نړیوالو بازارونو کې زیاته شوې.

د ایران د تیلو صادرات په‎دغه هېواد کې د امریکا تر بندیزونه وروسته کم شوي.