عمران خان د هند له خوا له اسلام اباد سره د خبرو لغوه کول غندلي

د پاکستان صدراعظم د هند له خوا له اسلام اباد سره د خبرو د لغوه کولو پرېکړه وغندله.

عمران خان پرون شنبه په ټوېټر کې لیکلي:

"د سولې د دیالوګ د بیا پیل لپاره زما غوښتنې ته د هند له خوا منفي او کبرجن ځواب مایوسوونکی دی."

ټاکل شوې وه چې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډه کې له یو بل سره وویني.

عموماً د هند او پاکستان چارواکي دا ډول کتنې ډېرې نه کوي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ وویل چې په کشمیر کې د هند پر ګټو د حملو په خاطر، له پاکستان سره خبرې د اوس وخت لپاره لغوه کوي.