ولسي جرګې د یوې سختې وچکالۍ له امله د ناورین خبرداری ورکړ

د افغانستان ولسي جرګه خبرداری ورکوي، که چېري لازم تدابیر ونه نیول شي وچکالي به ویجاړونکې وي.

د افغانستان ولسي جرګې خبرداری ورکوي، که چېرې وچکالۍ ځپلو ته رسیده ګي ونه شي افغانستان به د یو لوی ناورین شاهد وي.

د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي د شنبې په ورځ د وچکالۍ په اړه د وکیلانو د اندېښنو تر څرګندونو وروسته ټينګار وکړ چې د وچکالۍ ځپلو ستونزو ته باید رسیده ګي وشي:

ابراهیمي: د نا امنیو ترڅنګ وچکالي افغانانو لپاره یوه جدي ستونزه ده

"د نا امنیو ترڅنګ وچکالي د افغانانو لپاره یوه جدي ستونزه ده او ډېرې اندېښنې یې رامنځته کړي دي، په ځانګړي ډول د ژمې په راتلو سره دا ستونزه نوره هم زیاتېږي، په دې تړاو موږ له اړوندو ادارو غواړو چې له ژمې وړاندې چې لارې بندېږي ژر تر ژره د خلکو ستونزو ته رسیده ګي وشي."

په همدې حال کې په ولسي جرګې کې د هرات او بادغیس استازي د وچکالۍ له امله د بېځایه شوو خلکو له وضعیت څخه اندېښنه څرګندوي او له دوی سره د مرستې غوښتنه کوي.

دغه اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" په خپل نوي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د وچکالۍ له امله ۲,۲ میلیونه کسان زیانمن شوي او د هغو کسانو شمېر له ۲۵۰ زرو اوړي چې د هېواد په لوېدیځ کې د وچکالۍ له امله بېځایه شوي دي.

د راپورونو له مخې، یوازې له بادغیس ولایت نه ۱۲۰ زره کسان د وچکالۍ له امله بې ځایه شوي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د طبیعي پېښو پرضد د مبارزې ادارې چارواکي هم تائیدوي چې په یوشمېر ولایتونو کې وچکالۍ خلکو ته زیانونه اړولي دي.

د دغې ادارې مرستیال محمد اسلم سیاس ازادي راډيو ته وویل، دوی له زیانمنو شوو کسانو سره د مرستې لپاره هلې ځلې پیل کړي دي:

محمد اسلم سیاس

"هغو کسانو سره د مرستې لړۍ پیل شوې چې د وچکالۍ له امله زیانمن شوي دي، پنځو ولایتونو کې پلان تطبیق شوی او په دوېمه مرحله کې شلو ولایتونو ته لومړنۍ او اړینې مرستې په ځانګړي ډول غنم او یوشمېر نور توکې انتقال شوي دي."

د دغې ادارې د معلوماتو له مخي، غور بادغیس،سرپل جوزجان او فاریاب هغه ولایتونه دي چې د وچکالۍ له امله زیانمن شوي دي.

د افغانستان د طبیعي پېښو پرضد د مبارزې ادارې چارواکي وايي، له یوشمېر مرستندیو موسسو سره په همغږۍ هڅه کوي چې زیانمو شویو کسانو سره په وخت مرستې وشي.

په همدې حال کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، هغو ولایتونو کې چې خلک د وچکالۍ له امله زیانمن شوي د غنمو د وېش لړۍ روانه ده او هڅه کېږي چې هغه غنم چې په زېرمو او سیلوګانو کې په واک کې دي اړو کسانو ته وویشل شي.

ناجیه ساپۍ راپور