کرکټ څارونکي: د پاکستان په وړاندې بېګانۍ لوبه له بري کمه نه‌وه

په افغانستان کې د کرکټ څارونکي او مینه وال د پاکستان پر وړاندې د افغان لوبډلې بېګانۍ لوبه له بري کمه نه بولي.

د لوبې د ګټلو هیله او اراده د هرې لوبډلې او ولس وي خو داسې ډېر کم پېښېږي چې له ماتي سره سره د بایلونکي لوبډلې ستاینه د هر چا په خوله وي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ بېګانۍ لوبه هم همداسې تېره شوه، لوبه که څه هم پاکستان وګټله خو د افغان مینه والو تر منځ نظر دا دی چې دغې لوبې افغانستان د سرسختو لوبډلو سیال کړ.

د افغانستان د کرکټ بورډ پخوانی رئیس شهزاده مسعود د پاکستان پر وړاندې د افغان لوبغاړو لوبه ستايي خو وايي، افغانستان د توپوهنې په برخه کې نور څه هم کولای شول خو ځينو افغان توپ وهونکو مسولانه توپ وهنه ونه کړه:

د افغان کرکټ بورډ پخوانی رئیس شهزاده مسعود

"که څه هم ډېره ښه لوبه وشوه خو که چېرې زموږ توپ وهونکو په لا مسؤلیت سره لوبه کړې وای زه فکر کوم چې دا هدف له ۳۰۰ هم اوړېده خو په هر صورت څومره تجربه چې زه لرم دا ناکامي او ماتي نه بولم بلکې د افغانستان د لوبډلې او ولس لپاره یي ستره کامیابي بولم."

دی وايي، افغان لوبډلې د توپ وهنې په برخه کې تر ډېره پاکستاني لوبغاړي تر اغېز لاندې راوستلي وو او د دوی قوي بالېنګ يي هم چلنج کړ.

د کرکټ د لوبې څارونکی او افغان لیکوال ډاکټر محب زغم بیا وايي، افغانانو د بایللو لپاره هېڅ نه لرل خو د کرکټ په ډکر کې د پاکستاني لوبډلې پخه تجربه د دې لامل شوه چې لوبه وګټي:

د افغان کرکټ ستوری راشد خان د توپ اچونې په حال کې

"اول خو زه فکر کوم چې دا زموږ بایلل نه دي بلکې د نړۍ د دومره غښتلي لوبډلې سره داسې برابره او سیاله لوبه کول دا پخپله زموږ بریا ده، تاسې وګورئ چې په دې ټورنمینټ کې هره لوبه په ډېر لوړ توپیر سره بایلل شوې خو دغه لوبه پاکستان په ډېره سختۍ وګټله."

دی وايي، د افغانستان لخوا د ۱۷ اضافه منډو ورکړې پاکستان ته د لوبې ګټل اسانه کړل.

افغانستان د اسیايي جام د څلور غوره لوبډلو په لومړنۍ سیالۍ کې پاکستان ته نسبتاً له ښه هدف وروسته لوبه بایلوده.

افغانستان په دغې سیالۍ کې چې په ابوظبۍ کې وشوه د پچې له ګټلو سره پاکستان ته د ۲۵۸ منډو هدف وټاکه چې یوازې شپږ لوبغالي یې وسوځېدل.

پاکستان بیا ټاکل شوی هدف د لوبې په اخري اوور کې پوره کړ.

پاکستان ته په شپږو بالونو لس منډې په کار وې او د پاکستان پخواني کپتان شعیب ملک او افغان توپ اچونکي افتاب عالم په برخلیک ټاکونکې لوبې پورې د دواړو لوبډلو او ولسونو هیلې تړلې وې.

خو شعیب ملک چې نږدې یوه نیمه لسیزه د کرکټ تجربه لري وکولای شول دا هدف پوره کړي، او افتاب عالم بیا هېوادنۍ مینې په ژړا کړ.

نوموړي د لوبې تر بایللو وروسته له افغان ولس نه بخښته هم وغوښته.

ده په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي:

"زه د نننۍ لوبې په ترسراوي له خپل ټول شهید پروره ملت څخه ډېره بخښنه غواړم چې تاسې ته مې خوښي درنه کړي شوه."

خو خلکو ورته په تبصرو کې خورا ښه الفاظ کارولي او تر ډېره يې د پاکستان پر وړاندې د افغان لوبغاړو کارکردګي او د ده لوبه ستایلې ده.

اکثره د فېسبوک او ټوېټر کارونکو په خپلو پاڼو د دوی انځورونه لګولي ورته یي لیکلي تاسې پاکستان او نړۍ ته د افغانانو د وړتیا څېره وروښودله.

پاکستاني نژاده نړیوال مبصر رامیز راجه چې په بېګانۍ سیالۍ کې یې هم د لوبې تبصره کوله له لوبې وروسته وویل، لوبې وښوده چې افغانستان اوس هرې لوبډلې ته ماتې ورکولای شي.

پاکستان یوه تجربه کاره، اتله او ګټونکي لوبډله حسابېږي، خو دا لوبه د دې پر ځای چې اسانه يي وګټي ورته سخته شوه ځکه چې افغانستان اوس ځان رسولی دی.

افغانستان اوس له هېڅ لوبډلې ماتې نه مني ځکه چې په هره برخه باندې يې کار کړی او اوس به هم دا کتل کېږي چې له دې ماتې څه زده کوي ځکه ډېر وخت له داسې لوبو ډېر څه زده کېږي.

دی وايي، د افغانستان پرلپسې سیالۍ، د افغان لوبډلې ستړیا او سختې ګرمي هم د لوبې په نتیجه خپل اغېز درلود.

له دې سره د کرکټ افغان څارونکی او مینه وال ضیا ودان که څه هم د پاکستان پر وړاندې لوبه ستایي خو وايي، افغانستان ته د پاکستان د ماتولو سخت چانس په لاس ورغلی وو چې باید استفاده ترې شوی وای:

ضیاء ودان

"داسې یوه قوي لوبډله لکه پاکستان چې ماتې ته نږدې شي نو باید هم له دې چانس څخه استفاده وشي او ماتي ورکړل شي، دا دلیل چې لوبه پاکستان او زړونه موږ وګټل سم دلیل نه دی ځکه موږ هلته د لوبې ګټلو لپاره تللي یو عاشقۍ او د زړونو ګټلو ته نه یو تللي، موږ باید لوبه ګټلې وای."

دی وايي، افغانستان ښه لوبه وکړه، خو که د بنګله دېش او هندوستان پر وړاندې په راتلونکو سیالیو کې د ځينو لوبغاړو پر ځای نور واخیستل شي ګټور به تمام شي.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډيو ته وویل افغان لوبډلې په هره برخه کې لازمې هڅې تر سره کړې او پاکستان ته يې د لوبې ګټل سخت کړل چې دوی ورنه راضي دي.

ښاغلی هوتک وايي، افغان لوبډله د بنګله دېش او هندوستان پر وړاندې سیالیو ته چمتو ده او له بېل پلان سره به ډګر ته ووځي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ